پنجشنبه, مارچ 26, 2026
Homeافغانستاند ایران د کډوالو چارو رییس:تېرو څو میاشتو کې ۷۷۲ زره افغان...

د ایران د کډوالو چارو رییس:تېرو څو میاشتو کې ۷۷۲ زره افغان کډوال له ایرانه اېستل شوي

د ایران د کورنیو چارو وزارت د کډوالو چارو رییس، نادریار احمدي، ویلي چې د ۱۴۰۳ لمریز کال له پیل څخه د سرطان تر یوولسمې پورې شاوخوا ۷۷۲ زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د احمدي په وینا، دغه کسان د دوغارون، میلَک او ماهِیرود د پولو له لارې بېرته ستانه شوي دي.

نوموړي دغه کډوال غیر قانوني بللي دي.

که څه هم ایراني چارواکي وايي چې ډېری مهاجرین داوطلبانه وځي؛ خو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي، تر ۷۰ سلنه ډېر کډوال په زور شړل کېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here