د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي چې ایران باید لهمنځه یووړل شي، ځکه چې دا هېواد د اټوم بم ترلاسه کولو پر لور روان دی او له دې وسلې څخه به د اسرائیل د لهمنځه وړلو لپاره کار واخلي.
نوموړي فاکس نیوز ته ویلي، چې د ایران سپاه پاسداران هڅه کوي تر حزبالله وروسته ژر تر ژره یورانیم غني کړي او اټوم بم جوړ کړي.
هغه اندېښنه څرګنده کړه، چې یران به د اټومي وسلې له ترلاسه کولو وروسته، د نورو ځواکمنو هېوادونو خلاف، دا وسله عملي وکاروي.
لومړي وزیر د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دریځ وستایه او ویې ویل چې د هغه لیدلوری “تازه او هیلهورکوونکی” و، او ټرمپ باور درلود چې باید له ایران سره معامله نه، بلکې مقابله وشي.

