جمعه, مارچ 20, 2026
Homeکورپاڼهفارس خبري اژانس:د اسرائیلو هوایي برید کې ولسمشر پزشکیان برسېرن ټپي شوی

فارس خبري اژانس:د اسرائیلو هوایي برید کې ولسمشر پزشکیان برسېرن ټپي شوی

فارس خبري اژانس وایي، چې د جون ۱۵مه اسراییلو په تهران کې د ایران د ملي امنیت شورا پر غونډې هوایي برید کړی و، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پکې د وتلو پر مهال په پښه ټپي شوی دی.

فارس لیکلي، چې دا برید د اسراییلي جنګي الوتکو له‌خوا د شپږو بمونو یا توغندیو په واسطه ترسره شوی، څو د ودانۍ د ننوتو او وتلو لارې بندې کړي.

سرچینه زیاتوي، ولسمشر پزشکیان او نور مشران د اضطراري لارې له‌خوا وتلي؛ خو ځینې یې برسېرن ټپیان شوي دي.

فارس د پزشکیان د دفتر له قوله ویلي، چې دا برید د ولسمشر د وژنې هڅه وه.

تر اوسه اسراییلو د دغو ادعاوو په اړه څه نه‌دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here