نن په کابل کې د قطر سفارت شارژدافیر ډاکټر مردف القاشوطي د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ناسته کې د افغانستان او قطر د اړیکو، د دیپلوماتیکو تماسونو د پراخېدو او د سیمهییزو مسایلو په اړه بحث شوی.
په دې لیدنه کې امیرخان متقي د قطر له طالبانو حکومت سره اړیکې مهمې وبللې او د دې هېواد ملاتړی رول یې وستایه.
ډاکټر القاشوطي هم د دواړو هېوادونو اړیکې مخ پر ودې وبللې او د افغانستان د بهرنیو اړیکو د پراختیا لپاره یې د قطر د همکاریو ژمنه وکړه.

