د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ د طالبانو حکومت د مشرانو پر ضد د نړیوالې جنايي محکمې د نیولو حکم ستایلی او دا یې د معافیت فرهنګ پر ضد مهم ګام بللی دی.
بنیټ ویلي، دا پرېکړه ښځو، نجونو او افغان ولس ته دا پیغام ورکوي چې غږ یې اورېدل شوی او درناوی یې شوی دی.
د نړیوالې جنايي محکمې په وینا، د طالبانو حکومت مشر شیخ هبتالله اخوندزاده او قاضيالقضات عبدالحکیم حقاني له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۵ پورې د ښځو او زیانمنو ډلو پر وړاندې بشري ضد جنایتونه کړي.
د طالبانو حکومت دا حکم بېاساسه او بېاغېزې بللی.

