د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات د مولانا خانزیب د وژنې په تړاو خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې خانزیب په خپله سیمه کې د امن او آزادۍ یو اغېزناک او زړور غږ و، چې د مذهبي افراطیت او نیابتي ترهګرۍ پر ضد یې مبارزه کوله.
جنرال سادات ویلي، د مولانا خانزیب مړینه د هغو زرګونو مبارزینو د سیستماتیکې او هدفمندې وژنې تسلسل دی، چې دښمن غواړي په لر او بر افغانستان کې جهالت او افراطیت حاکم اوسي او په وینا یې بزدله دښمن یي حتی په شهادت رسولو مسؤلیت نشي اخستلی.
نوموړي د مولانا خانزیب کورنۍ او د ازادۍ د لارې ملګرو ته د زړه له کومي تسلیت ویلی.
هغه په پای کې ویلي: «هغه نه دی مړ، زموږ د کړنو د طریقه ژوندی دی.»

