د طالبانو حکومت استخباراتو عمومي ریاست کې ګڼ شمیر بدلونونه رامنځته شوي دي.
یوې باورې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي حماسه میډیا ته وویل چې په دې ادلون بدلون کې چې د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت الله اخوندزاده له لورې رامنځته شوي، د دې ریاست ګڼ شمیر رئیسان او نور مسولین له خپلو ریاستونو یا هم تنزیل کړي او یا هم بلې ادارې ته بدل شوي دي.
پدې ادلون بدلون کې د طالبانو د استخباراتو ریاست ویاند خلیل همراز د خپل ریاست څخه عزل او د استخباراتو د ۰۸ ریاست مرستیال ټاکل شوی دی.
یحیی تکل د پیژند رئیس د بهرنیو اړیکو د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی، او د هغه ځای ناستي ته د شیخ هبت الله نږدې سړی له کندهار څخه راوستل شوی.
تراوسه ددې ادلون بدلون علت نه دی ښول شوی.

