پنجشنبه, مارچ 26, 2026
Homeافغانستانامیرخان متقي؛له خپل قزاقستاني سیال سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې...

امیرخان متقي؛له خپل قزاقستاني سیال سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له خپل قزاقستاني سیال مرات نورتلیف سره د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو، سیمه‌ییزو فرصتونو، ټرانزیټي پروژو او سیاسي تفاهم د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، متقي د افغانستان په تړاو د قزاقستان مثبت دریځ وستایه او ویې ویل چې دا تعامل باید پیاوړې او دوامداره همکارۍ ته واوړي.

همداراز، د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د سیاسي، اقتصادي او علمي همکاریو د پراخېدو هیله لري.

دواړو لوریو د تور غونډۍ–هرات د وسپنې پټلۍ د تخنیکي ډلو د دوامدار ګډ کار پر اهمیت ټینګار وکړ.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here