د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ملګرو ملتونو وروستي پرېکړهلیک ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، که له افغانستان سره د مرستې کومه عملي طرحه ونه لري؛ نو دا یو شرم ناک ګام دی.
نوموړي پوښتلي، چې له دې پرېکړهلیک ملاتړ کوونکي هېوادونه څومره د بشري حقونو ښه سابقه لري او له خپلو ښځو سره عادلانه چلند کوي؟
خلیلزاد ویلي، افغانستان تازه له جګړو راوتلی؛ خو ګاونډیانیې زرګونه کډوال ورستنوي.
نوموړی وایي، د افغان نجونو پر وړاندې روان محدودیتونه باید پای ومومي؛ خو نړیوال دې یوازې نېوکې نه کوي، بلکې عملي مرسته دې هم وکړي.

