د کینیا ولسمشر ویلیام روتو پولیسو ته امر کړی چې پر معترضینو د مستقیمو ډزو اجازه لري؛ خو باید یوازې پښې یې وولي.
کینیا کې د بېکارۍ، د پولیسو لخوا د ظلم او فساد پر ضد مظاهرو کې تر اوسه لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي.
پولیسو د مظاهرو د خپرېدو د مخنیوي لپاره له اوبو پاشوونکو، ګازو او ګولیو کار اخیستی دی.
ولسمشر ویلي، هغه کسان چې مالونه سوځوي، باید له محکمې مخکې روغتون ته ولاړ شي.

