د خیبرپښتونخوا په مردان کې یو ملا امام د ماشوم زدهکوونکي له وهلو وروسته د هغه د مشر ورور له خوا په چړو وژل شوی.
سرچینې وايي، وژل شوی ملا له باجوړ څخه مردان ته راغلی و چې هلته یې د جومات امامت او ماشومانو ته د دیني زدهکړو ښوونه کوله.
دغه ملا امام یو ماشوم وهلی و، ماشوم کور ته تللی او وروسته د هغه مشر ورور جومات ته ورغلی او ملا یې په چړو وژلی دی.
ددغې پېښې وروسته قاتل له سیمې تښتېدلی؛ خو پولیسو ویلي چې د نېولو هڅې یې روانې دي.

