د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان او د دفاع وزیر جنرال یاشار ګولر د چهارشنبې په سهار اسلامآباد ته رسېدلي دي.
د سفر موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د ګډو ګټو پر موضوعاتو خبرې اترې ښودل شوې ده.
که څه هم د پاکستان او ترکیې بهرنیو چارو وزارتونو د سفر نور جزییات نه دي ورکړي؛ خو ویل کېږي چې دا سفر د دواړو هېوادونو د نږدې ستراتیژیکو اړیکو په دوام ترسره کېږي.
پاکستان او ترکیې په وروستیو کلونو کې په نظامي، اقتصادي، سیاسي او بشري برخو کې پراخې همکارۍ کړې دي.
ترکیې د هند او پاکستان تر منځ د پولو پر سر نښتو کې د پاکستان د ملي حاکمیت ملاتړ کړی و.

