د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ایران غوښتي چې افغان کډوال دې په مدني او د درناوي وړ ډول بېرته هېواد ته واستوي.
نوموړي ویلي، له ایران څخه یې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه اندېښمنوونکي راپورونه ترلاسه کړي او ټینګار یې کړی چې د کډوالو د ایستلو بهیر باید ورو شي یا هم له افغان او نړیوالو مرستندویو بنسټونو سره همغږي وشي.
خلیلزاد زیاته کړې چې ډېری افغان کډوال چې له ایران ایستل کېږي، په خپل هېواد کې د اوسېدو مناسب ځای نه لري او افغانستان د جګړې وروسته له سختې بېوزلۍ سره مخ دی چې دا شمېر راستنېدونکي په لنډ وخت کې نه شي جذب کولی.

