سه شنبه, مارچ 31, 2026
Homeافغانستاناحمدالله علیزی:بهرني هېوادونه د افغانستان درد نه شي دوا کولی؛ د طالبانو...

احمدالله علیزی:بهرني هېوادونه د افغانستان درد نه شي دوا کولی؛ د طالبانو حکومت باید د ملي اجماع لپاره زمینه برابره کړي

د کابل پخواني والي احمدالله علیزي پر خپل ټویټر لیکلي چې افغانستان دا مهال د کورنیو ستونزو او نړیوالو فشارونو تر منځ راګېر دی او یوازې د ملي تفاهم او ټول‌شموله مشارکت له لارې له دغه کړکېچه وتلی شي.

نوموړي د روسیې له‌خوا د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنه د روسیې د خپلو اهدافو برخه بللې.

هغه ټینګار کړی چې بهرني هېوادونه نه‌شي کولای د افغانستان لپاره سیاسي ثبات جوړ کړي او افغانان باید خپله د هېواد د راتلونکي پرېکړه وکړي.

ښاغلي علیزي د طالبانو حکومت له مشرتابه غوښتي چې ټول افغان مشران، له هر قوم او تفکره، راټول او د ملي اجماع لپاره زمینه برابره کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here