د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د طالبانو حکومت د مشرانو د نیولو په تړاو د نړیوالې محکمې پرېکړه رد کړې.
هغه ویلي، «اسلامي امارت» دا محکمه نه پېژني او نه ورته کوم التزام لري.
نوموړي دا اقدام د اسلامي شریعت او د مسلمانانو د عقیدې پر وړاندې ښکاره دښمني بللې ده.
مجاهد زیاتوي، دا ډول پرېکړې د «اسلامي امارت» پر شرعي دریځ هېڅ اغېز نه شي کولای.

