د چارو ادارې پخوانی رییس فضل محمود فضلي وايي، په افغانستان کې د سیاسي رهبرۍ تشه د اوږدې تاریخي او سازماني کمزورتیاوو له امله رامنځته شوې ده.
هغه ټینګار کوي چې فردمحوره رهبري ناکامه ده او د بېلابېلو بهرنیو او داخلي لاسوهنو له کبله ولسي مبارزې زیانمنې شوې دي.
فضلي وايي، د هېواد د سیاسي ثبات لپاره یوازینۍ لار د یو ځانګړي رهبر پر محور رامنځته کېدونکی سیستم؛ نه بلکې د ولسي او سازماني پروسو پر بنسټ د سیاسي سازمانونو پیاوړتیا ده.
فضلي زیاتوي، اوس وخت دی چې په افغانستان کې د شخصیتمحوره سیاست دوره پای ته ورسېږي او د ملي او سازماني تداوم لپاره جدي ګامونه پورته شي.

