د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د امریکا استازي ویلي، هېواد یې د طالبانو پر حسن نیت باور نهلري.
نوموړي ټینګار کړی چې ترهګرۍ ته د بیا ځای پر ځای کېدو اجازه نهورکوي او طالبان باید له دیپلوماتیکو ګواښونو لاس واخلي.
هغه ویلي: «موږ نشو کولی له طالبانو سره تعامل وکړو، تر څو چې د افغانستان وضعیت ښه شوی نه وي. طالبانو ته باید د خپلو ناکامیو باوجود جایزه ور نهکړل شي.»
نوموړي زیاته کړې، امریکا نور د طالبانو چلند نهشي زغملی او هغوی باید د نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني.

