ځايي سرچینو خراسان ډایري ته ویلي، چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) یو غړی د ننګرهار ولایت د نازیانو ولسوالۍ په خواجه خدر سیمه کې د پاکستاني ځواکونو د هاوان برید په نتیجه کې وژل شوی.
سرچینو زیاته کړې، یاد وسلهوال غوښتل له افغانستانه پاکستان ته واوړي؛ خو د پولې سره میشتو پاکستاني ځواکونو په نښه کړی.
ویل کېږي، چې دواړو لورو لومړی نښته کړې او وروسته یاد وسله وال وژل شوی.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

