د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چین هڅه کوي چې د مرکزي اسیا پر کاني زیرمو برلاسی شي، او دا یې “یرغلګره پالیسي” بللې.
نوموړي پر ایکس لیکلي:«موږ باید د چین د کاني برلاسۍ د پراخېدو پر وړاندې ودرېږو.»
خلیلزاد زیاته کړې، قزاقستان، اوزبېکستان، افغانستان او پاکستان د امریکا له پخواني حکومت سره د کانونو د تړونونو لپاره لیوالتیا لرله.

