د منځني ختیځ لپاره د ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي استیو ویتکاف ویلي، چې د حماس سره وروستي توافق ته هیلهمند دی او ادعا یې کړې چې «ټرمپ به منځنی ختیځ بدل کړي.»
هغه دا څرګندونې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د واشنګټن سفر او د دوحې خبرو پر مهال د همپټن شرقي ښار کې له یهودي وګړو سره په لیدنه کې وکړې.
ویتکاف ویلي، د ایران سره داسې توافق ممکن دی چې دغه هېواد له یورانیم غنيسازي منع کړي.
هغه زیاته کړې چې د حماس سره د روانو خبرو په ترڅ کې هڅه کېږي د وژل شویو یرغملو پاتې جسدونه هم د توافق برخه شي.
د اوسني چوکاټ له مخې، تمه کېږي چې حماس ۱۷ جسدونه او ۱۰ ژوندي یرغمل شوي اسرائیلیان خوشې کړي.

