د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې د دوشنبې سهار یې د یمن په درېیو بندرونو او یوې برېښنا کارخونې چې د حوثیانو تر ولکې لاندې دي، هوايي بریدونه کړي دي.
یاد پوځ ویلي، چې بریدونه پر الحدیده، راس عیسی، الصلیف بندرونو او د راس قنطب پر برېښنا تولیدوونکې کارخونه شوي دي.
دا د نږدې یوې میاشتې وروسته لومړی ځل دی چې اسراییل پر یمن هوايي برید ترسره کوي.
رویټرز د دې بریدونو هدف د حوثیانو د نظامي توان محدودول بللي؛ خو د تلفاتو په اړه لا جزیات نه دي ورکړل شوي.

