پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وایي، روسیې له افغانستان سره د رسمیت په لور مهم ګام پورته کړی، چې دا کار د افغان ملت او حکومت لپاره ګڼې ګټې لري.
نوموړی وایي، د رسمیت له لارې اقتصادي ودې، نړیوال تجارت، پانګونه او نړیوال تعامل ته لاره هوارېږي او همداراز، دا ګام د حکومت پر وړاندې د خلکو باور زیاتوي او افغانستان له نړیوالې انزوا باسي.
د هغه په خبره، د حکومت له نظره، رسمیت د نورو هېوادونو باور جلبوي، د قانوني تجهیزاتو وارد ته زمینه برابروي، او هېواد نړیوالو سیالیو ته داخلوي؛ خو د سیاسي سیالانو له لوري مخالفتونه روان دي، چې سرچینهیې سیاسي رقابت او د نظام ضد دریځونه دي، نه د ملت ګټې.
ضعیف وایي، روسیې دا جرأت ځکه کړی، چې غواړي د لوېدیځ د دوهمخې تګلارو پر وړاندې خپل مستقل دریځ وښيي.

