د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، مسکو د طالبانو حکومت له دې امله په رسمیت وپېژاند چې له ترهګرۍ او نشهيي توکو سره د مبارزې په برخه کې ورسره پراخې همکارۍ وکړي.
نوموړي ویلي، روسیه باور لري چې اوسنی رژیم د دغو اندېښنو د حل لپاره جدي هڅې کوي.
هاخوا بیا ځینو هېوادونو د روسیې د دغه کار ستاینه کړې.

