د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس، معصوم ستانکزي، ویلي چې د روسیې لهخوا د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندنه یوه بله «ستر تېروتنه» ده چې د افغانانو مشروعو هیلو ته زیان رسوي.
هغه په خپل ایکس کې لیکلي، دا اقدام نه د ترهګرۍ خطر کموي، نه انساني بحران حل کوي، بلکې د داخلي مشروعیت نشتوالي له امله سیمهییزې او نړیوالې نښتې زیاتوي.
ستانکزی وايي، طالبان د ښځو حقونو، بشري حقونو او ټولشموله حکومت جوړولو کې پاتې راغلي او لا هم له ترهګرو ډلو سره اړیکې لري.
نوموړي زیاته کړې، چې دې ناکامۍ د مهاجرت نوې څپه راپارولې او د افغانستان بحران یې ژور کړی.
هغه ټینګار کړی چې تل د افغانستان پر ځای د نورو پرېکړې پرې تپل شوې او د روسیې دا اقدام د نړیوالو د نههمغږۍ او اصولو ته د نهپاملرنې بله بېلګه ده.

