د رویټرز اژانس د راپور له مخې، چین د اسلاماباد او نوي ډيلي ترمنځ د کشمیر پر سر د جګړې پر مهال، پاکستان ته د هند د مهمو پوځي اهدافو په اړه په ژوندۍ بڼه استخباراتي معلومات ورکړي دي.
د هند د پوځ مرستیال مشر جنرال راهول سینګ ویلي، هند په جګړه کې له دوو دښمنانو سره مخ و؛ یو ښکاره دښمن پاکستان او بل پټ ملاتړی چین.
نوموړي ویلي، پاکستان دا هم ویلي و چې د هند پوځ کوم ځایونه په نښه کوي، چې دا استخباراتي معلومات ورته چین ورکړي وو.
راپور زیاتوي، چې چین له خپلې سپوږمکۍ څخه د پاکستان رادار ته معلومات استول.
راهول سینګ همداراز ادعا کړې چې ترکیې هم د جګړې پر مهال د پاکستان ملاتړ کړی او بېپېلوټه الوتکې او نظامي سلاکاران یې ورکړي؛ خو تر اوسه د ترکیې چارواکو په دې اړه څه نهدي ویلي.

