دوشنبه, اپریل 6, 2026
Homeافغانستانله رسمیت پېژندلو سره سم؛د طالبانو حکومت مسکو کې پر سفارت خپل...

له رسمیت پېژندلو سره سم؛د طالبانو حکومت مسکو کې پر سفارت خپل بیرغ را وځړاوه

په داسې حال کې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې حکومت یې د روسیې له لورې په رسمیت پیژندل شوی، په ورته وخت کې طالبانو په مسکو کې د جمهوري حکومت بیرغ لیرې کړ او خپل بیرغ یې د سفارت په ودانې ورپاروه.

په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف هم منلې چې مسکو د طالبانو اداره په رسمیت پیژندلې ده.

روسیې سفیر تاس خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، دا پریکړه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په وړاندیز او د ولسمشر ولادیمیر پوتین په تایید شوې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here