سه شنبه, مارچ 24, 2026
Homeافغانستانانقره کې؛د طالبانو حکومت نوي سفیر خپل باور لیک ترکي چارواکو ته...

انقره کې؛د طالبانو حکومت نوي سفیر خپل باور لیک ترکي چارواکو ته وسپاره

د طالبانو حکومت له لوري په انقره کې نوي استازي صنیع الله فرهمند خپله اعتبارنامه د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رئیس جمیل میر اوغلو ته وسپارله.

کابل کې د ترکیې سفارت ویلي چې دواړو خواوو د سیاسي، دیني او فرهنګي اړیکو په اړه خبرې کړي دي.

سفارت زیاتوي چې د طالبانو حکومت سفیر به ژر د ترکیې لوړپوړو چارواکو ته رسمي معرفي شي.

ترکیې لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو سفارت‌یې په کابل کې فعال دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here