د طالبانو حکومت په خپلې نوې رسنیز لایحه کې په رسنیو کې هر ډول انتقادي سیاسي بحثونه منع کړي دي.
د دې حکم له مخې، تلویزیونونه او راډیوګانې باید د هر سیاسي پروګرام موضوع، مېلمانه او شنونکي مخکې له خپرونې د طالبانو حکومت اړوندو چارواکو ته د تایید لپاره وړاندې کړي.
دا مقررات چې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لهخوا صادر شوي، پر رسنیو سخت سیاسي سانسور لګوي.
د سند رسمي نوم «د سیاسي پروګرامونو د مدیریت تګلاره» دی.
د طالبانو حکومت وايي دا لارښود د شریعت او ملي ګټو سره سم جوړ شوی.

