د طالبانو حکومت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر، په باکو کې د اذربایجان له لومړي وزیر علي اسدوف سره وکتل.
دواړو خواوو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو پر پراخولو، پانګونې، لاجوردو دهلیز، کرنې، انرژۍ، کانونو او تعلیمي همکاریو بحث وکړ.
اذربایجان له افغانستان سره د ګډو اقتصادي کمېسیونونو، درې اړخیزو همکاریو او د افغان سوداګرو او محصلینو لپاره د اسانتیاوو برخه کې چمتووالی ښودلی.
دواړو لورو دا لیدنه د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره مهمه بللې.

