یکشنبه, مې 24, 2026
Homeافغانستانبدخشان کې اخ او ډب؛طالب مسؤلین وایي، لاریونونه یې په بشپړ ډول...

بدخشان کې اخ او ډب؛طالب مسؤلین وایي، لاریونونه یې په بشپړ ډول مهار کړي

بدخشان کې د طالبانو حکومت او خلکو ترمنځ له څو ورځې اخ او ډب وروسته؛ د دغه ولایت طالب مسوولین وايي، چې اوس مهال وضعیت عادي دی او شوي لاریونونه یې هم کنټرول کړي دي.

دا اخ و ډب د طالبانو د حکومت له لوري د خلکو د کوکنارو د کښت اړولو په غبرګون کې پېښ شوی و.

د سیمې خلک وايي، چې د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې طالبانو په لاریون کوونکو ډزې کړې، چې پنځه تنه یې وژلي.

بل لورته طالب مسوولین وايي، چې که ډزې هم شوې وي؛ نو یوازې یې د لاریون کوونکو د مهار لپاره کړي او په هیڅ صورت یې لاریون کوونکي نه دي په نښه کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here