د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي چې ایران د یوې احتمالي جګړې د بیا پیل لپاره چمتووالی نیسي، او له همدې امله افغان کډوال له خاورې باسي.
صالح پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دواړه لوري ګوته پر ماشه دي او د جګړې احتمال لرې نه دی.
هغه ټینګار کړی چې ایران غواړي په یوه احتمالي جګړه کې قوي حضور ولري او نه غواړي د بهرنیانو (افغان کډوالو) شتون یې پام وویشي.
صالح زیاته کړې، چې غوره به وي، ترڅو پر خپلو ابتکاراتو تمرکز وشي.

