وال سټریټ ژورنال د سپوږمکۍ انځورونو پر بنسټ وايي چې ایران د فردو هستوي تاسیساتو ته نوې لاره جوړه کړې او وسایط یې انتقال کړي دي.
راپورونه وایي دا وسایل د امریکا د تېرې میاشتې له بمبار وروسته د تاوان د ارزونې لپاره کارېږي.
امریکايي الوتکو د جون ۲۲مه نېټه پر دغه ځای ۱۲ قوي بمونه غورځولي وو؛ خو اوس هم د تونلونو په دروازو کې ښکاره فعالیت نه لیدل کېږي.
کارپوهان وایي، شاید ایران ځینې تجهیزات د برید وړاندې بل ځای ته انتقال کړي وي.

