لانګ وار ژورنال وايي، القاعده اوس هم له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او لږ تر لږه په ۱۲ ولایتونو کې روزنیز کمپونه لري.
راپور زیاتوي، طالبانو له داعش سره جګړه کړې، خو القاعده، تحریک طالبان پاکستان، حزب اسلامي ترکستان او نورو جهادي ډلو ته یې په افغانستان کې د فعالیت زمینه برابرې کړې.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د القاعده مشر سیفالعدل له ایران څخه افغانستان ته راغلی او پلویانو ته یې د جهاد لپاره د ورتګ بلنه ورکړې.
د طالبانو حکومت بیا تل دا تورونه رد کړي او وايي چې هېڅ بهرنۍ ترهګره ډله په افغانستان کې میشت نه ده.

