د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو اجرایي فرمان لاسلیک کړی چې له مخې یې د سوریې پر وړاندې لګول شوي اقتصادي بندیزونه لغوه شول.
د رویټرز د راپور له مخې، د دې بندیزونو له منځه وړل به سوریې ته د نړیوال مالي انزوا نه د وتلو زمینه برابره کړي او همدارنګه د امریکا لهخوا د سوریې د بیا رغونې لپاره شوي ژمنې عملي کېدلی شي.
په همدې حال کې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د بندیزونو لغوه کېدل به د بیا رغونې او پراختیا دروازې پرانیزي او د اقتصادي ودې پر وړاندې به خنډونه لرې کړي.

