د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) وايي، چې یوازې د جون په میاشت کې له ایران څخه له ۲۵۶ زرو زیات افغان مهاجر بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.
یاد سازمان دا شمېرې “بېسابقه” بللي دي.
د IOM مشرې، ایمي پاپ، د دې وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې ډېری کورنۍ یوازې له خپلو جامو سره راستنې شوې او بېړنیو لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.
هغه زیاتوي چې د بودجې کمښت د دوی او د دوی د همکارو ادارو د مرستې وړتیا محدوده کړې ده.
پاپ ټینګار کړی چې د بېرته راستانه شویو کډوالو شمېر اندېښمنوونکی دی او دا وضعیت ژر او پیاوړي نړیوال غبرګون ته اړتیا لري.

