د ایران د زنجان ولایت د صنعت، کان او سوداګرۍ رئیس امیرعلي مسیبي اعلان کړی چې په دې ولایت کې د افغان وګړو کار کول، که د کار اجازې ولري یا نه، ممنوع دي.
نوموړي د دوشنبې په ورځ «ایسنا» خبري آژانس ته وویل چې دا پرېکړه د ایران د قوانینو پر بنسټ شوې، ترڅو له غیرقانوني کډوالو د کار کولو مخه ونیول شي.
هغه وویل بهرني اتباع یوازې هغه وخت په ایران کې کار کولای شي چې د کار اجازه ولري او دا اجازه باید د قانون سره سم واخيستل شي.
هغه خبرداری ورکړی چې هغه کار فرمایان چې بهرني کارکوونکي د اجازې پرته وګماري، له ۹۱ تر ۱۸۰ ورځو پورې د بند او درنو جریمو سره مخ کېږي.

