د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، له ایران سره ۱۲ ورځنۍ جګړې اسراییل ته فرصتونه برابر کړي، چې تر ټولو مهم یې د هغو یرغمل شویو کسانو بېرته ستنیدل دي، چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۷مه د فلسطیني وسلهوالو له خوا په غزه کې نیول شوي وو.
رویټرز راپور ورکړی، چې د نتانیاهو دا څرګندونې او همداراز د هغه د فساد محکمې د یوې ناستې ځنډول د دې اټکلونو لامل شوي، چې کېدای شي د غزې جګړې د پای ته رسېدو او د نورو یرغمل شویو د خوشې کولو په برخه کې پرمختګ شوی وي.
د اورشلیم سیمهییزې محکمې د نتانیاهو د محکمې ځنډولو غوښتنه د امنیتي او دیپلوماتیکو دلیلونو له مخې منلې ده.
بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، دا محاکمه ممکن د نتانیاهو د خبرو اترو وړتیا اغېزمنه کړي.

