د طالبانو حکومت د کابینې په کچه د وزیرانو ترمنځ نوي بدلونونه اعلان کړي دي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د شیخ هبتالله اخندزاده په حکم مولوي حمدالله نعماني، چې وړاندې د ښار جوړونې وزیر و، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ټاکل شوی دی.
همداراز، د یاد وزارت پخوانی وزیر مولوي نجیب الله حقاني بیا د ښار جوړونې د وزیر په توګه ګومارل شوی دی.

