د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) ویلي، ایران د روان کال د مارچ له شلمې راهیسې له خپل هېواده ۶۴۰ زره افغان کډوال ایستلي، چې له ډلې یې ۳۶۶ زره جبري شړل شوي دي.
یوازې د جون په ۲۶مه، چې د ایران او اسراییل تر جګړې وروسته ده، له ۳۶ زرو زیات افغانان له ایرانه ایستل شوي دي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې دا به د افغانستان نازک وضعیت نور هم خراب کړي، په ځانګړي ډول د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله.
همداراز ویل شوي، له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو درېیم پړاو به د جولای په پیل کې پيل شي، چې ښځې او ماشومان پکې له سخت نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

