د طالبانو حکومت د ریاست الوزراء اداري مرستیال او د کډوالو ستونزو ته رسېدنې د عالي کمیسیون رئیس مولوي عبدالسلام حنفي، د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن غرمه هرات ته ورسېد، څو د جبري راستنېدونکو افغانانو وضعیت له نږدې وڅاري.
په دغه پلاوي کې د افغانې سرې میاشتې رئیس شیخ شهابالدین دلاور، د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني، د کډوالو او راستنېدونکو وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد، او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني شامل دي.
یاد پلاوی به د ګاونډیو هیوادونو نه د جبري راستنېدونکو افغانانو ستونزې و ارزوي او د عاجلو حللارو او اسانتیاوو د برابرولو لپاره عملي اقدامات وکړي.

