د جمعې په ناوخته ساعتونو او د شنبې په سهار د تهران شاوخوا سیمو کرج، اسلامشهر، بیدگنه، ملارد او پرند کې د چاودنو د غږونو او د هوايي دفاعي سیستمونو د فعالېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
تر دې دمه د ایران رسمي سرچینو د دغو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.
دا هم لا روښانه نهده چې غږونه د دفاعي عملیاتو پایله وه که ځمکنۍ چاودنې وې.

