د آلبانیا لومړي وزیر ادی راما ویلي چې هېواد یې له ټولنې څخه د افغان ښځو د ایستلو پر وړاندې چوپ نه پاتې کېده؛ نو ځکه یې خپلې دروازې د فعالو او ورزشکارو افغان ښځو پر وړاندې پرانېستې.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتوت ویلي چې راما ته «د سولې لپاره د کلتورونو همکارۍ- ابن سینا نړیواله جایزه» ورکړل شوې.
راما د جایزې د اخېستلو پر مهال ویلي، چې د افغان ښځو مبارزه یوازې د دوی لپاره نه ده، بلکې زموږ لپاره هم ده او په وینا یې دا د انسانیت د روح مبارزه ده.

