نیویارک ټایمز د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې له څو ورځنیو ارزونو وروسته هم دا نهده روښانه چې د امریکا له بریدونو وروسته د ایران د غنيشوي یورانیمو برخلیک څه ډول دی.
راپور زیاتوي چې د اروپایي چارواکو د لومړنیو ارزونو له مخې، ایران ښايي د لوړې کچې غنيشوي یورانیم زېرمتونونو ته انتقال کړي وي؛ خو دا معلومات لا هم لومړني دي او د یورانیمو دقیق ځای معلوم نه دی.
دغهراز، لوېدیځ چارواکي وايي ښايي کلونه وخت ونیسي چې د ایران زیانمن شوي اټومي تاسیسات بېرته فعاله شي.

