د جرمني په جنوبي ښار وانګن کې یو ۲۷ کلن افغان کډوال هغه مهال ووژل شو، چې د راپورونو له مخې، هڅه یې کوله پر پولیسو د چړې برید وکړي.
نړۍوالو رسنیو د جرمني د پولیسو په حواله ویلي، چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې دوه پولیس افسران دغه افغان د یو شمېر تورونو له امله زندان ته لېږدول.
پولیسو ویلي، چې د برید پر مهال یو افسر سخت ټپي شوی دی او دا مهال تر درملنې لاندې دی.
د پېښې نور جزئیات تر دې دمه نهدي خپاره شوي، خو پلټنې روانې دي.

