د روسیې د دفاع وزیر، آندری بلوسوف، ویلي چې له منځني ختیځه ترهګریزې ایډیولوژۍ پراخېږي او وسلهوال کسان لا هم افغانستان ته انتقالېږي.
نوموړي ټینګار کړی چې په افغانستان کې دوامداره بېثباتي د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو لپاره د ترهګرۍ او سرحدي جرمونو یوه لویه سرچینه ده.
هغه د شانګهای همکاریو سازمان له غړو وغوښتل، چې له افغانستان، سوریې او اوکراین څخه د پېښو خطرونو پر وړاندې خپلې ګډې هڅې پراخې کړي.

