د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراجالدین حقاني په کاپيسا کې یوې غونډې ته ویلي، چې د عمومي عفوې فرمان په تېرو نږدې څلورو کلونو کې ښه تطبیق شوی او دښمنۍ دوستۍ ته بدلې شوې دي.
نوموړي ټینګار کړی چې د هر وګړي ونډه د ټولنې اصلاح او د حکومت پیاوړتیا لپاره مهمه ده.
د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې حقاني د طالبانو حکومت ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې له خپل صلاحیت څخه په سالمه توګه، د شریعت مطابق استفاده وکړي او خدماتو کې موثریت او مسؤلیت ته ژمن پاتې شي.

