د طالبانو حکومت د افغاني سرې میاشتې ټولنې رئیس شېخ شهاب الدین دلاور وایي، په امریکایي الوتکو کې له ویزې او پاسپورت پرته وتلي افغانان کډوالو کې نه شمېرل کېږي.
نوموړي تېره ورځ کابل کې یو کنفرانس ته ویلي، چې له «اسلامي امارت» څخه بل ملک ته هجرت په هجرت کې نه حسابیږي.
دلاور زیاته کړې، چې «اسلامي امارت» د زدهکړو او اقتصاد برخه کې تر بل هر څه زیات کار کړی او هغه څوک چې له افغانستان څخه ځي، هیڅ ډول اقتصادي ستونزې نه لري.

