د طالبانو حکومت وياند ذبيحالله مجاهد بيبيسي ته په مرکه کې ويلي چې د نجونو زده کړې د شريعت له مخې بندې شوې دي او د بيا پيل لپاره يې شرعي حللارې ته اړتیا ده.
نوموړي ویلي، دا يوه شرعي مسئله ده او بايد شرعي حللاره ورته پيدا شي.
د طالبانو حکومت تر دې وړاندې ويلي و چې د دې موضوع لپاره يوه کمېټه جوړه شوې؛ خو تر څلور کلونو وروسته هم لا کوم عملي اقدام نه دی شوی.

