پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeکورپاڼهتهران:له امریکا په خپلو اټومي تاسیساتو د بریدونو تاوان غواړو

تهران:له امریکا په خپلو اټومي تاسیساتو د بریدونو تاوان غواړو

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، سعید خطیب‌زاده، د امریکا او اسرائیل وروستي نظامي بریدونه د نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه بللې ده.

نوموړي خبرداری ورکړی چې تهران به د دې برید قانوني تعقیب وکړي او د ملګرو ملتونو له لارې به له واشنګټنه د تاوان غوښتنه وکړي.

خطیب‌زاده، چې له شبکه المیادین سره یې خبرې کولې، وویل چې د دغو بریدونو موخه د ایران د ثبات ګډوډول و.

نوموړي وویل: «اسرائیل د دې حملو په پایله کې سخته ضربه خوړلې او دا یوه تاریخي څپیړه وه.»

هغه ټینګار وکړ چې ایران به تر هغه امریکا سره خبرو ته چمتو نه شي، څو چې تجاوزونه نه وي بند شوي او مسوولیت نه وي منل شوی.

خطیب‌زاده زیاته کړه چې اوربند کوم رسمي سند نه لري، او ایران به د هر احتمالي یرغل پر وړاندې چمتو، هوښیار او پر غبرګون ټینګ پاتې شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here