پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeکورپاڼهد ایران له بریدونو وروسته؛سوریه، عمان، قطر او عراق خپل هوایي حریمونه...

د ایران له بریدونو وروسته؛سوریه، عمان، قطر او عراق خپل هوایي حریمونه بېرته پرانیستل

د سیمه‌ییز تاوتریخوالي له کبله د لنډمهاله بندېدو وروسته، سوریه، عمان، قطر او عراق خپل هوایي حریمونه بېرته پرانیستي او د الوتنو منظم جریان یې له سره پیل کړی دی.

د عمان هوایي شرکتونو ویلي، چې د تیرې شپې د امنیتي اندېښنو له امله ځنډول شوې الوتنې اوس عادي حالت ته راګرځېدلي دي.

چارواکو ویلي چې الوتنې بېرته پیل شوي دي.

په ورته وخت کې، قطر او عراق هم اعلان کړی چې د خپلو هوایي حریمونو بندښت پای ته رسېدلی او د دغو هېوادونو هوایي شرکتونو د سه‌شنبې له ورځې منظم پروازونه له سره پيل کړي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here